پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي
پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي
لکه دوې سترګې په يو مخ د جانان دي
ما چې ووژني ځواني او ژوندون راکړي
که د دغه که د هغه ښار خوبان دي
پښتانه په خپلو ټکو کې معنا دي
خوشبويۍ دي په ولاړه کې روان دي
د دنيا د ابادۍ دعوې دروغ دي
چې تر څو د پښتنو کورونه وران دي
زرکې زرکې تورې تورې بلا سترګې
چارچاپېره رانه څومره قاتلان دي
ګوټ پېرونه د مکېشو لوپټې کړئ
تماشې ته ولاړ ستوري د اسمان دي
په بڼو يې اوښکې ستوري ستوري کيږي
ژړېدلي ښاپيري د روهستان دي
د بېلتون په غولي وير دى او ژړا ده
سبا بيا لوبې د زړونو په دامان دي
پېغامونه د خالونو د خوبونو
تصويرونه د ګلونو د باران دي
لا پرې نه دي نرګسى غوټۍ ګل شوي
لولکۍ يې بڼېدلې په ګرېوان دي
د غمجنې نغمې خوږ زړه د کتو دى
چې خوبان يې د خوبونو بنديوان دي
محبت نه دی قدم په قدم اور دى
څه لمبې د انتظار څه د هجران دي
ستا د زلفو د سايې په ارمان پايي
د سايل د ژوند غرمې په بيابان دي